د افغانستان جمهوري ریاست په کابل کې پر "کوثر دانش" ښوونیز مرکز د وروستۍ بمي حملې د هر اړخیزې څېړنې امر وکړ.
اشرف غني پر کوثر دانش ښوونیز مرکز د ترورېستي برید د څېړنې امر وکړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 عقرب 1399 ساعت 18:37
د افغانستان جمهوري ریاست په کابل کې پر "کوثر دانش" ښوونیز مرکز د وروستۍ بمي حملې د هر اړخیزې څېړنې امر وکړ.
د کابل په ۱۳مه حوزه کې پر دغه مرکز د شنبې په ورځ په ځانمرګي برید کې ۲۴ کسان ووژل شول او نږدې ۶۰ تنه نور ټپیان شول.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ناوخته په هغه غونډه کې د دې حملې د څېړنې سپارښتنه وشوه چې د امنیتي ادارو مشران او د قربانیانو د کورنۍ غړي پهکې حاضر وو.
هغه زیاته کړه: "ولسمشر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې پر کوثر روزنیز مرکز ترورېستي برید په هر اړخیزه توګه وارزوي او د دغه ترورېستي برید شبکې او عاملان دې وپېژندل شي او لهمنځه دې یووړل شي، همدارنګه دې د دشت برچي سیمې د امن د ټینګښت په اړه لا زیات کار وشي."
پر کوثر دانش د وروستۍ حملې مسؤلیت د داعش ډلې منلی دی.
د مطلب کود: 221513