کورنیو چارو وزارت پېښه منلې او څرګندوي، چې د #خوست ولایت د ځانګړیو پولیسو پر مرکز په موتر بم چاودنه او نښته کې د لومړنیو څرګندونو له مخې دوه کسان وژل شوي او ۲۵ نور د ۹ ملکي وګړیو په ګډون ټپیان دي.
د خوست والي ویاند طالب منګل ویلي، چې په خوست کې د پولیسو د ځانګړي قطعې پر دیوال د موتر بم چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته نږدې یو بل موتر بم په نښه او ویجاړ کړ.
که څه هم د خوست امنیه قومندان منلې، چې په پېښه کې ګڼشمیر امنیتي منسوبین ټپیان شوي؛ خو د ځاني زیان په اړه څه نه وایي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)