دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 221412
افغانستان او پاکستان نن د سوداګرۍ دوه ورځنۍ غونډه پیلوي
د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ دوه ورځنۍ غونډه نن اسلام‌اباد کې پیلېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو او د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیا راوستلو باندې بحث وشي.
د نوموړي په خبره، په دغه ناسته کې به د دواړو هیوادونو د پارلمان مشران، غړي، تجاران، او تر پنځو سوو ډېر ګډونوال برخه واخلي.
په دې غونډه کې به د افغانستان په استازیتوب د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني، د افغانستان د سوداګرۍ وزیر او تر پنځو ډېر افغان چارواکي ګډون ولري.
د پاکستاني او افغان چارواکو په وینا، د دې کانفرانس موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حنډونه لرې کول او د تجارت بیا پراخول دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ناسته وروسته ترهغه کېږي چې تردې وړاندې د افغان حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم اسلام‌اباد ته تللی و او هلته یې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر او دغه راز د سوداګرۍ په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو بحث کړی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzznii23nikd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته