دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 221401
کابل کې ماین چاودنې درې کسان ټپیان کړل
د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند امید سبز شهرک کې د چسپکي ماین چاودنې له کبله درې کسان ټپیان شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خامه پرس ته وویل، دغه چسپکي ماین نن سهار ۷:۳۰ بجې شاوخوا د کابل ښار شپږمې امنیتې حوزې اړوند امید سبز شهرک کې پر یوه پراډو ډوله موټر چاودنه کړې چې له کبله یې درې کسان ټپیان شوي دي.
د پېښې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxyd0yw6d0ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته