د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۶۵ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 عقرب 1399 ساعت 17:42
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۶۵ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴۰ زره ۸۳۳ کسانو ته ورسېد.
ډېری نوې پېښې ۱۹ هرات، ۱۰ بلخ، ۹ تخار، ۸ کابل، ۵ کندوز او څلور زابل کې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله درې ناروغان مړه شوي دي چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله يو زر او ۵۱۴ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۰۶ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۴ زره او ۱۲۹ تنو ته ورسېد.
د مطلب کود: 221382