دخپریدو نیټه :شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 221305
افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه
د بخښنې نړیوال سازمان د اندېنښنې په څرګندولو سره ویلي چې په قطر کې د افغانستان د "اسلامي جمهوري" دولت او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو سره هم‌مهاله په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دغه سازمان تیره ورځ ناوخته اکتوبر ۲۳ (لړم ۲) په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی تر ډېره ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د اکتوبر میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ بللې او ویلي یې دي چې په وروستیو اونیو کې لږ تر لږه ۵۰ ملکیان په افغانستان کې وژل شوي دي.
دغه سازمان د غور ولایت په مرکز کې موټربم برید، فاریاب کې د طالبانو د توغندي برید او په تخار کې د افغان ځواکونو هوايي برید ته په اشارې ویلي چې په دغو بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشر عمر ورایچ ویلي: "په داسې حال کې چې ښکېلې خواوې د سولې په تړاو خبرې کوي موږ په دې میاشت کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهدان و. په دغه هېواد کې جګړه د نورو په پرتله له ملکي افغانانو څخه درنه قرباني اخلي".
ښاغلي ورایچ دغه راز ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ملکي وګړي وژل کېږي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان دغه راز د جګړې له ښکېلو خواو څخه غوښتي چې د ملکي افغانانو د خوندیتوب لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي او نړیوالو منل شویو بشري قوانیونو ته درناوی وکړي.​
تېره اونۍ د طالبانو بریدونه
=د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ادعا په اساس طالبانو تېره اونۍ په هیواد کې ۳۵۶ تهاجمي حرکتونه تر سره کړي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه ویلي چې تیره اونۍ د طالبانو د دوو ځانمرګو بریدونو او ۵۲ ماین چاودنو له امله ۵۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۴۰۳ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuzarwt1arp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته