دخپریدو نیټه :شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 221295
غزني کې د طالبانو ماین چاودنې نهه تنه ووژل
غزني ولایت کې سیمه ییز مسوولین تاییدوي، چې غزني ښار کې سړک غاړې ماین چاودنې، د څلورو ښځو په ګډون نهه تنه وژلي دي.
د غزني والي ویاند واحدالله جمعه زاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن (شنبه، ۳ لړم) سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د غزني ښار دویمې حوزې اړوند «روضې کوتل» سیمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه، په وژل شویو کې اته تنه ملکیان او د امنیتي ځواکونو یو سرتېری دی. دغه راز د هغه په وینا، په ټپیانو کې درې امنیتي ځواکونه هم دي.د غزني والي ویاند وویل، دغه پېښه پر ایښودل شوي ماین د «ټونس» ډوله موټر ور برابرېدو له امله رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه، د دې پېښې رامنځته کېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو یو ټانګ هم تېرېده. د امنیتي ځواکونو مرګ-ژوبله پر ټانګ سپرو سرتېرو ته اووښتې.
د دې پېښې مسوولین طالبانو منلی.
دغې ډلې یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دغې پېښه کې پنځه نظامیان وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcgyq9xnak9xx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته