کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هوايي برید ۱۷ طالبان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 عقرب 1399 ساعت 16:54

په ارزګان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي په ګېزاب ولسوالۍ کې ۱۷ وسله‌وال طالبان په هوايي برید کې وژل شوي دي.



د اتل قول اردو ویاند احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل، دا برید تېره شپه وشو.
هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پر وخت ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، وسله‌والو طالبانو پلان درلود چې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي، خو د هوايي بريدونو پر مهال د هغو دغه پلان شنډ شو."
افغان امنیتي چارواکي وايي، د دې برید هدف په دهراوود ولسوالۍ کې د هغه سیمو بېرته نیول دي چې طالبانو په وروستیو کې لاندې کړې دي.
په دې اړه طالبانو لا څه نه‌دي ویلي.
 


د مطلب کود: 221236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/221236/چارواکي-د-ارزګان-په-ګېزاب-ولسوالۍ-کې-هوايي-برید-۱۷-طالبان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com