دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 221208
تخار کې پر یوې مدرسې برید پایله کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي
یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د تخار بهارک ولسوالۍ په هزاره قرلق کلي کې پر یوې مدرسې هوايي برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې پېښه تېره ورځ (چهارشنبې د تلې په ۳۰مه نېټه) د تالقانو ښار ته په نېږدې واټن کې شوې ده.
د سرچینې په خبره د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
 امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ۵۰ تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي او ځينې هم ټپيان شوي دي.
له دغې جګړې ژغورل شوي سرتېري وايي چې له طالبانو سره په څو ساعته زښته سختې جګړه کې په ځلونه د مرستو غوښتنه کړې ده، خو هغوی ته مرسته نه ده رسېدلې.
د تخار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم حیرت هم وویل:«د تخار د ځانګړې قطعې ۱۰ تنه شهیدان دي، د ۹۹۹ قطعې هم لس تنه شهیدان دي او د تخار ولایت د پولیسو ۱۷ تنه شهیدان دي چې د ۱۲ تنو مړي یې اوس روغتون ته رسېدلي دي.»
طالبانو تېره شپه د بهارک ولسوالۍ په مسجد سفید کلي کې پر دولتي ځواکونو برید وکړ.
په دې خونړۍ جګړه کې، د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر راز محمد دور اندېش هم وژل شوی دی.
راز محمد دور اندېش د پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر و او له څه مودې راهیسې د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر په توګه ګومارل شوی و.
د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرښت اندېښنې راولاړې کړي دي او هېوادوال هم وايي چې، د دغه وضعیت دوام به سولې ته رسېدل هم ستونزمن کړي.
ملي دفاع وزارت هم وايي چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۲۶ ولایتونو کې دولتي ځواکونو هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې په خپلو بریدونو کې ۱۱۶ طالبان وژلي او ۳۹ نور یې ټپيان کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaw6nua49nuu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته