دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 221198
افغانستان او ازبکستان د همکاريو دوه هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او ازبکستان سکتوري ادارو د همکاريو دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړه‌ليکونه کابل ته د ازبکستان د لومړي وزير د مرستيال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر سردار اوکتامویچ امورزاکوف د سفر پر مهال لاسليک شوي دي.
د دغه هوکړه‌ليکونو د لاسليک پر مهال، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د دواړو هېوادونو تر منځ تاریخي، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي اړیکې خورا مهمې يادې کړې دي.
له بل لوري امورزاکوف د افغانستان او اوزبکستان تر منځ خورا نېک ګاونډيتوب ته په اشارې وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې په تر ټولو ممکنه ښه وضعیت کې دي.
نوموړي زیاته کړه:
دا نېکې اړیکې زموږ دواړو هېوادونو او سیمې د امنیت او سولې په ګټه دي
د خبرپاڼې په حواله، د خبرو په دوام، دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ د طرحه شوو اقتصادي پروژو د اهمیت او بهرني سیاست د هملارۍ په تړاو هر اړخیز بحثونه وکړل.
په دې بحثونو کې، یوه تر ټولو مهمه موضوع د هغو پروژو د لارنقشې او عملي پلان نهايي کول وو چې ازبکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر پر مهال وړاندیز شوې وې.
په لارنقشه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانسپورت، ترانزیت، د انرژۍ او برښنا لېږد، رېل پټلۍ غزولو، مالي او بانکي ادغام برخو کې ټولې دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څو اړخیزې پروژې او د لویو پروژو مالي خوندیتوب شاملېږي.
د دې پروژو ډېره برخه یې د سیمه ییز پیوستون د محور پر بنسټ طرحه شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو هوکړه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارتونه او سکتوري ادارې به یې د پروژو لارنقشې او عملي پلاونه نهايي کوي او پلوي کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3zarvt1arz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته