دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 221197
ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ژر ایستلو سره مخالفت وکړ
د دې تړون سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، شرایط باید سم شي، شخړې کمې شي، اوربند ته لاره هواره شي، له القاعده سره طالبان اړیکې قطع کړي، بیا به ناټو خپل ځواکونه باسي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده، خو طالبان وایي چې ناټو ځواکونه باید له امریکایي پوځیانو سره یوځای له افغانستانه ووځي.
د ناټو عمومي منشي له افغانستانه په اوسنیو شرایطو کې چې شخړې زیاتې دي د ناټو ځواکونو د ژر وتلو احتمال رد کړ.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي په بروکسل کې د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "د ناټو ټولو متحدینو پرېکړه کړې ده او په ځلونو یې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې مو حضور په شرایطو پورې تړلی دی، موږ د سولې پروسې د یوې برخې په توګه حضور کم کړی دی، خو په افغانستان کې به د ځواکونو د شمېر لا کمېدا د دې هېواد د وضعیت د څېړلو په اساس وشي او هغه هم په دې شرط چې ایا طالبان د امریکا له متحده ایالاتو سره کړې موافقې ته ژمن دي او که نه."
د ناټو سرمنشي وویل چې طالبان باید له القاعده سره خپلې اړيکې قطع کړي او د فبرورۍ په ۲۹مه چې له امریکا سره دوی کوم تړون کړی دی د بهرنیو ځواکونو مشروط وتلو ته لاره هواره شوې ده، خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل، هیله‌من یوو چې د ناټو ځواکونه له امریکایانو سره یوځای له افغانستان نه ووځي.
د فبروري په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیک
د فبروري په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیک
هغه زیاته کړه: "امریکایان په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو په استازیتوب له موږ سره کېناستل او له موږ سره‌یې ژمنه وکړه. دوی په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو په استازیتوب دغه توافق‌نامه له موږ سره لاسلیک کړې ده."
تمه ده چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې نن او سبا د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ پر مأموریت خبرې وشي.
ښاغلي سټولټنبرګ پرون وویل چې ناټو د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته ژمنه ده او دغه تېره اوونۍ ناټو او شریکانو یې خپله ژمنه بیا نوې کړه چې تر ۲۰۲۴ کال به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
ناټو له ۲۰۰۳ کال راپه دې خوا په افغانستان کې د ترورېزم ضد ائتلاف مشري کوي. اوس د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د ناټو شااوخواو ۱۲ زره سرتېري په افغانستان کې شته چې افغان ځواکونو ته سلا مشوره ورکوي، روزي یې او ملاتړ یې کوي.
 
https://avapress.com/vdchwzniq23nizd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته