نوموړې زیاته کړه:
په تخار کې جګړې سخت زور اخیستی او تېره شپه د امینت امر راز محمد ور اندېش په ګډون ۲۵ سرتېري وژل شوي چې تراوسه پورې مو د ۲۱ سرتېرو جسدونه د جګړې له میدان راوړي او درې تنه لا هم نادرکه دي.
نوموړي دغه راز وویل، چې دولت ورسره هیڅ ډول همکاري نه ده کړې او په خبره یې څو ورځې وړاندې دغه ولایت ته د کورنیو چارو وزیر، لوی درستیز محمد یاسین ضیا او د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر هم راغلي و خو بهرني ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته اجازه ور نکړه چې یاده ساحه له طالبانو پاکه کړي.
بلخوا د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري خامه پرس ته وویل، د تېرې شپې په جکړه کې د امنیه قومندانۍ د امنیت امر په ګډون ۱۷ سرتېري وژل شوي دي او په وینا یې جګړه لا هم روانه ده.
نوموړي زیاته کړه په د تېرې شپې په جګړه کې وسلهوالو طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې خو د دقیقو شمېرو په اړه تراوسه معلومات نلري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)