دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 221128
د پاکستان د ويزو اخیستو پر مهال بيروبار کې ۱۲ تنه مړه شوي
ننګرهار کې د پاکستان د ويزو لپاره د ټوکن اخیستو له کبله بيروبار کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بيروبار نن سهار رامنځته شوی دی او مړې شوې ډېری مېرمنې دي
د ننګرهار د حوزوي روغتون چارواکي تاييدوي چې له دې پېښې د ۱۱ مېرمنو جسدونه او ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي.
په ټپيانو کې هم ۹ ښځې شاملې دي.
دغه پېښه له هغه وروسته رامنځته شوی چې د پاکستان سفارت ويلي و، د ويزو اخیستو کې يې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
له بل لوري تر دې وړاندې د ننګرهار ولايت مقام هم ويلي و، چې دغه پروسه په خورا منظم ډول روانه ده.
د ننګرهار حوزوي روغتون چارواکو بي بي سي ته وويل، د ۱۲ مېرمنو جسدونه او ۱۲ ژوبل ور وړل شوي چې عمرونه يې د پنځوس او شپيتو کلونو ترمنځ دي. ژوبلو کې ۳ يې نارينه دي.
جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ هم دې پېښې ته غبرګون کې ویلي، ډېر شمېر خلک د پاکستان ویزې ترلاسولو ته ټول شوي و، خو ناسم مدیریت او وېرې له امله ۱۲ ښځې مړې شوې.
په کابل کې د پاکستان سفارت په ۱۲ وویل چې افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د سهولت لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي.
دغه سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، په کابل کې د سفارت ترڅنګ يې په ننګرهار، کندهار، هرات او مزارشریف کې د دغه هېواد اړوندو کونسلګریو هم هغه خدمات پيل کړي چې د کورونا وبا له کبله ځنډيدلي وو.
افغانانو ته تر نږدې اته میاشتې ځنډ وروسته د ویزې ورکولو د چارې پیلېدو سره د پاکستان پر سفارت او کونسلګرو په تېره جلال اباد کونسلګرۍ بیروبار جوړ شو.
ځايي چارواکو د ویزې ترلاسولو چاره کې د درغلۍ د مخنیوي او د دې بهیر د روڼتیا لپاره دا چاره مدني فعالانو ته وسپارله.
خلک به د ویزې ترلاسولو لپاره د کونسلګرۍ په ځای اوس د فوټبال سټیدیم ته تلل.
ویل کېږي نن دغه سټیډیم کې زرګونه خلک ټول و او د ټوکن بدل کې یې ویزه ترلاسوله چې بیروبار جوړ او دا مرګ ژوبله پکې واوښته.
دا خبر تازه کېږي
ورته مطالب
کابل: هغه پولیس نیول شوی چې ویزه غوښتونکي یې وهلي ټکولي
۲۴ غبرګولی ۱۳۹۸ – ۱۴ جون ۲۰۱۹
کابل کې د پاکستان سفارت: افغانانو ته د ویزو ورکولو لپاره مو بېړني ګامونه اخیستي
۲۱ تله ۱۳۹۹ – ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰
مهم خبرونه
جلال اباد کې د پاکستان ویزې اخیستلو ګڼه ګوڼه کې ۱۱ مېرمنې مړې شوې
۴۲ دقیقې وړاندې
ټرمپ د افغانستان په هکله پټه غونډه “د اوربشو شیدو په غوښتلو سره وځنډوله”
۵۴ دقیقې وړاندې
مېلر: ډېرېدونکي تاوتریخوالي د سولې کمساري چانس ته خطر پېښ کړی
۲ ساعتونه وړاندې
ځانګړي مطالب
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb58b5wrhb58p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته