دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 221122
سیګار: افغانستان ته د راغلو پیسو له منځه ۱۹ میلیارده ډالر ورک دي
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانکړې پلټونکې اداره یا سیګار وایي، افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې د امریکا له مرسته شویو پیسو میلیاردونه ډالر حیف میل شوي دي.

سیګار په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، امریکا له ۲۰۰۲ کال تر ۲۰۱۹ کال پورې افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې ۱۳۴ میلیارده ډالر لګولي دي.
سیګار دغه راز ویلي، امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د بیا رغونې په برخه کې له افغانستان سره ۱۵.۵ میلیارده ډالر مرسته کړې چې له ډلې یې ۳.۴ میلیارده ډالر حیف میل شوي دي.
سیګار وایي، تراوسه یې د ۶۳ میلیارده ډالرو په اړه څېړنې کړې دي او دوی ته ثابته شوې چې ۳۰ سلنه یا ۱۹ میلیارده ډالر حیف میل شوي دي.
سیګار وایي، د دې پیسو له ډلې ۱۰۶ میلیارده ډالره د نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې ځانګړي شوي وو او په خبره یې په دې برخه کې یې هیڅ لاسته‌راوړنه نه لرله.
سیګار دغه راز وایي، له لومړي سره په افغانستان کې د فساد شتون د بیارغونې په برخه کې لویه اندېښنه وه او په وینا یې تراوسه هم په دغه هیواد کې فساد د اوج تر کچې دوام لري.
د افغانستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0yd00w6d0ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته