دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۵۴
د مطلب کود : 221113
د ماشومانو لپاره د زړه عملیات لومړنی مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د افغانستان اسلامي جمهوریت، د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ نن د ماشومانو لپاره د زړه علمیات لومړني مرکز پرانیسته وکړه، دا د ماشومانو لپاره په دولتي سکتور کې د جراحۍ/عملیات لومړنی مرکز دی چې د صحت طفل اندراګاندي روغتون په چوکاټ کې رامینځته شوئ.
دا مرکز د ایټالیا هېواد په مالي مرسته په معیار ډول د مجهزو طبي وسایلو په درلودو سره جوړ شوی دی.
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ د دغه مرکز په جوړولو کې د ایټالیا هېواد د مرستو له امله مننه وکړه او دا مرکز یې د ماشومانو لپاره د جراحۍ خدمتونو وړاندې کولو برخه کې ښه ګام وباله.
د عامې روغتیا وزارت نوماند وویل: ټاکل شوې ده چې د زړه لومړی عملیات په راتلونکې اونۍ کې په دې مرکز کې په وړیا توګه ترسره شي، او هغه ناروغان چې د سرې میاشتې ادارې او نورو برخو لخوا معرفي کېږي په دې مرکز کې به عملیات شي.
هغه زیاته کړه، یو شمېر ډاکټران چې د ایټالیا هېواد په مالي ملاتړ د روزنې لپاره بهر ته استول شوي وؤ، اوسمهال په دې مرکز کې ګمارل شوي او د زړه علمیات د دوی لخوا ترسره کېږي.
ډاکټر عثماني په دې مرکز کې د زړه ناروغیو خدمتونو پروسې پر زیاتوالي ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې موږ هڅه کوو په دغه مرکز کې د خدمتونو پروسه پراخه کړو او د نورو پېچلیو زړه عملیاتو لپاره زمینه برابره کړو.
د عامې روغتیا نوماند وزیر د روغتونونو د اصلاح په اړه خپلو څرګندونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د روغتونونو اصلاح د وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او موږ هوډ لرو چې د روغتونونو د خدمتونو او مدیریت کیفیت برخه کې بنسټیز بدلونونه راولو.
دا مهال په هېواد کې شاوخوا، ۱۲۰ زره ماشومان د زړه ناروغي لري، چې له دې جملې څخه شاوخوا ‎۱۰۰تنه هره میاشت د هېواد دننه او بهر عملیات کېږي.
سربېره پردې، ډاکټر عثماني د صحت طفل روغتون ټلي مډیسن (طبابت له لیرې لارې) څانګه هم پرانیستله،
ویل کېږي چې له دې لارې څخه د هند یوشمېر ډاکټران طبي پوهه او نور مسایل د دې روغتون له ډاکټرانو سره شریک کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyyd0mw6d0ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته