دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 221107
دانش: حکومت او دولت باید د هېواد له رښتینې نفوسه ډار و نه لري
د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وایي، د هېواد وګړو «دقیقې» شمېرنې کې د دولت ناکامي د ملي باور زیانمنېدو لامل کیږي او حکومت او دولت باید د وګړو له واقعي شمېره و نه ډار شي.
ښاغلي دانش چې نن (سه شنبه، ۲۹ تلې) یې د احصایې نړیوالې ورځې په جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې وویل: «حکومت او دولت باید د وګړو له واقعي شمېره و نه ډار شي، بلکې د دقیقه شمېرنه د دقت لامل کیږي او مسوولین ډېرې ځواب وینې او خوځښت ته اړ باسي.»
هغه دغه راز د وګړو سر شمېرنه کې د دولت ناکامي یو ملي ستونزه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې دغه موضوع په هېواد کې د سیاسي شخړو لامل کیږي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ، چې د برښنایي پېژندپاڼو وېشل د هېواد د مدیریت برخو له هغې ډلې د عمومي اسانتیاوو رامنځته کول، حقوقي خوندیتوب، ټاکنو کې د روڼتیا رامنځته کېدل او د مجرمینو پېژندلو برخو کې یوه بنسټیزه اړتیا ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuzaryt1arz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته