دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 221102
بین‌الافغاني مذاکراتو کې د اختلافي ټکو د حل لپاره نوي تدابیر
له وسله‌والو طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوی وايي چې له دې وروسته د سولې مذاکراتو د تګلارې د اختلافي ټکو په تړاو بحثونه به په کوچنیو ډلګیو کې ترسره شي.

د دغه پلاوي غړي رسول طالب د سې‌شنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۹) وویل طالبانو درې ورځې مخکې وړاندیز کړی و چې کوچني ډلګۍ د مشخصو اختلافي ټکو د حل پر سر کار وکړي.
هغه وویل: "له هر لوري درې، درې نفره وټاکل شول او دوه ورځې کېږي چې دغه پلاوي پر اختلافي ټکو بحثونه پیل کړي دي، بحث دوام لري او غواړم څرګنده کړم، چې په تماس ډلو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او خپل کار ته دوام ورکوي".
د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي دغه غړي همداشان وویل چې په کوچنیو ډلګیو کې بحثونه رالنډېږي او د کار په بهیر کې چټکوالی راځي.
ښاغلي طالب زیاته کړه چې په زیات احتمال به نن هم د دوو ډلګیو ترمنځ بحثونه وشي او تمه کېږي چې په نوې بڼه د بحثونو په نتیجه کې د اختلافي ټکو لپاره د حل لاره وموندل شي او د سولې د مذاکراتو د اجنډا په اړه د بحث کولو لپاره به لاره هواره شي.
د حنفي فقې په اساس د مذاکراتو په جریان کې د احتمالي لانجو حلول او د دوحې د تړون په اساس د دغو مذاکراتو پرمخ وړل افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د اختلاف عمده ټکي بلل کېږي.
د سولې بین‌الافغاني مذاکرات د سپټمبر په ۱۲ (وږي ۲۲) په رسمي ډول د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شول او د دغو مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره د تګلارې په جوړولو کې د اختلافاتو له امله په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzf0xxyt0xf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته