کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې د سړک غاړو دوو ماین چاودنو کې نهه ملکیان وژل شوي

29 میزان 1399 ساعت 13:18

د ولسي جرګې یو غړی وایي، د میدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې د سړک غاړو پر ماینونو د دوو مساپروړونکو موټرو ور برابرېدو پېښه کې، نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.


ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښې نن ورځ (سه شنبه، ۲۹ تلې) د جلرېز ولسوالۍ «اب بسراغ» سیمه کې رامنځته شوې دي.
ښاغلي راسخ زیاته کړه، چې په دغو دوو پېښو کې څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.
د هغه په وینا، د دې موټرو سپرلۍ د بامیانو ولایت له ورس ولسوالۍ د کابل پر لور روان ول، چې موټرونه یې د سړک غاړې ماینونو سره مخ شول.
په ورته مهال د میدان وردګو والي ویاند محب الله شریف زي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښې د سړک غاړې پر ماینونو د دوو «فلانکوچ» او «سراچه» ډوله موټرو ور برابرېدو له امله رامنځته شوي دي.
هغه وویل، چې تر اوسه د پنځو ښځو په ګډون اته ټپيان د دې ولایت مرکز میدان ښار دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
مهدي راسخ ټینګار وکړ، چې دغه ماینونه د طالبانو ډلې له خوا کېښودل شوي وو.
طالبانو ډلې په دې اړه لا څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 221065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/221065/د-میدان-وردګو-جلرېز-ولسوالۍ-کې-سړک-غاړو-دوو-ماین-چاودنو-نهه-ملکیان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com