کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: هرات کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو یوه زېرمه ویجاړه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 میزان 1399 ساعت 11:44

د افغانستان دفاع وزارت په هرات کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو د یوې زېرمې د له‌منځه وړلو خبر ورکړ.



دفاع وزارت په یوه بیان کې چې پرون‌یې خپور کړ ویلي دي چې دوی په شینډنډ ولسوالۍ کې د ۵۰۰ مترو په اوږدو یو تونل کشف کړ چې په دې تونل کې طالبانو چاودېدونکي مواد زېرمه کړي وو.
امنیتي ځواکونه وایي چې دا تونل او هلته چاودېدونکي مواد یې له‌منځه وړي دي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.
 


د مطلب کود: 220782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220782/دفاع-وزارت-هرات-کې-د-طالبانو-چاودېدونکو-موادو-یوه-زېرمه-ویجاړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com