پکتیکا کې امنیتي مسوولین وایي، د پولیسو ځواکونو د دې ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ کې د کوټې شورا مهم غړی ملا عبدالکریم وژلی دی.
پکتیکا کې د کوټې د شورا مهم غړی ملا عبدالکریم ووژل شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 میزان 1399 ساعت 11:52
پکتیکا کې امنیتي مسوولین وایي، د پولیسو ځواکونو د دې ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ کې د کوټې شورا مهم غړی ملا عبدالکریم وژلی دی.
پکتیکا امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ته وویل، د کوټې د شورا غړی ملا عبدالکریم پرون ماسپښین (چهارشنبه، ۲۳ تلې) د پکتیکا ولایت د جانیخیل ولسوالۍ اړوند د جمجمې په سیمه کې هغه مهال ووژل شو، چې غوښتل یې له یادې سیمې تیر شي.
د هغه په وینا، پولیسو د کشفي راپورونو په اساس د جمجمې په سیمه کې کمین نیولی و، چې نښته رامنځته شوه او د کوټې شورا یاد مهم غړی یې ځای پر ځای وواژه، چې جسد یې د جګړې په میدان کې پاتې او د دولت دوه نور مخالفین هم مرګوني ټپیان شوې دي.
د مطلب کود: 220781