د افغانستان اسلامي جمهوریت د آذربایجان او ارمنستان تر منځ د وروستي اعلان شوي اوربند هرکلی کوي، دا د سولې او ټيکاو پر لور یو مثبت ګام بولي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه
د صدای افغان خبری آژانس , 20 میزان 1399 ساعت 21:44
د افغانستان اسلامي جمهوریت د آذربایجان او ارمنستان تر منځ د وروستي اعلان شوي اوربند هرکلی کوي، دا د سولې او ټيکاو پر لور یو مثبت ګام بولي.
موږ هیله من یو چې د دواړو لورو تر منځ هوکړه شوي بشردوستانه شرایط رعایت شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت باور لري چې د آذربایجان او ارمنستان تر منځ د دوامدارې سولې تأمین د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیکونو په بشپړ او هر اړخیز تطبیق پورې تړلی دي.
د مطلب کود: 220563