دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 220446
ښځینه فوټبال غوره لیګ؛ غور لوبډله پایلوبې ته ووتله
د افغانستان د ښځینه فوټبال غوره لیګ په روانو سیالیو کې د غور فوټبال لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله.
د غور ښځینه فوټبال لوبډله نن شنبه اکتوبر۱۰(تلې۱۹) د بلخ ښځينه فوټبال لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووتله
د افغانستان فوټبال غوره لیګ د ګروپي سیالیو په دوام نن سهار بلخ او غور لوبډلې سره مخامخ شوې، چې یو پر صفر د غور لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
غور ته یوازینی ګول ریحانه ایوبي د لوبې په وروستیو شېبو کې ورکړ او خپله لوبډله یې څلورو غوره لوبډلو ته ورسوله.
غور لوبډلې د درېیو امتیازاتو په ترلاسه کولو سره نیمه پایلوبې ته ووتله.ټاکل شوې سبا یکشنبه د ګروپي سیالیو په دوام د هرات او جوزجان لوبډلو ترمنځ لوبه تر سره شي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال غوره لیګ کې شپږ لوبډلې کابل، هرات، بلخ، بامیان، غور او جوزجان ګډون لري چې په دوو ډلو ویشل شوي دي.
په لومړۍ ډله کې هرات، بامیان، جوزجان او په دویمه کې کابل، بلخ او غور حضور لري.
د ښځو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټیډیوم کې ترسره کېږي او د اکتوبر په ۱۵مه پای ته رسېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoz0x9yt0xo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته