کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه په کرونا اخته شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 میزان 1399 ساعت 15:00

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۵ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۹ زره ۲۵۴ کسانو ته ورسېد.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله دوه تنه مړه شوي دي او په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۵۸ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۰۴ تنه رغېدلي دي.


د مطلب کود: 219785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219785/تېرو-۲۴-ساعتونو-کې-۱۵-تنه-په-کرونا-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com