کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان چارواکي: طالبانو په یوه برید کې ۹ افغان سرتېري وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 میزان 1399 ساعت 14:07

د بامیان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو په یوه برید کې ۹ افغان سرتېري وژل شوي دي.


د بامیان د امنیه قومندانۍ ویاند محمد رضا یوسفي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو د شېبر ولسوالۍ په باغک کلي کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستې برید کړی دی.
یوسفي تاییدوي چې د طالبانو په دې برید کې ۹ افغان سرتېري وژل شوي، دوه تنه یې ټپيان او یو تن یې د طالبانو په لاس اسیر شوی دی.
د بامیان امنیه قومنداني وايي چې طالبان د افغان پوځیانو په ځوابي برید کې له سیمې وتلي دي.
طالبانو بیا ادعا کړې چې په شېبر ولسوالي کې یې څو پوستې هدف ګرځولي او لسګونه افغان سرتېري یې وژلي دي.


د مطلب کود: 219710

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219710/د-بامیان-چارواکي-طالبانو-په-یوه-برید-کې-۹-افغان-سرتېري-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com