دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 219501
میلر: طالبانو حملې زیاتې کړي، تاوتریخوالی باید کم شي
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر ویلي په داسې حال کې چې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی، خو افغان ځواکونو یې «ښه دفاع» کړې ده.
نوموړي پرون چهارشنبه سپټمبر۲۳(تلې دوهمه) کندهار ولایت ته د سفر پرمهال ویلي چې وسله وال طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، لوی درستیز یاسین ضیاء او د قاطع ملاتړ عمومي قوماندان د کندهار د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره کندهار ولایت ته تللي و.
د کندهار ولایت مقام په اعلامیه کې د سکاټ میلر له قوله راغلي:"که څه هم امنیتي ځواکونو په ډیره ښه توګه دفاع ترسره کړې ولي وسله والو طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړي... ټوله نړۍ دې حالت ته متوجه ده او باید تاوتریخوالي راکم کړل شي."
د بیان له مخې د افغانستان لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیاء هم ویلي چې وسله والو طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو په شمول وسله والو بریدونو ته زور ورکړی دی.
نوموي زیاته کړې:"طالبان د روانو مذاکراتو څخه ناوړه استفاده کوي او د سړک غاړي او پرسونل ضد ماینونو په شمول یې خپلو حملو ته شدت ورکړي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال مسعود اندرابي هم ویلي په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، خو وسله والو طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.
ښاغلي اندرابي ویلي چې افغان ځواکونو د طالبانو بریدونو ته ماتې ورکړې ده.
هغه ویلي: "زموږ قوتونه په دفاعي حالت کي قرار لري ولي طالبانو د تل په څیر خپلو ترهګریزو حملو ته دوام ورکړي او ډیري کړي یې دي خو د هیواد سرښنده سرتیرو ورته په هر میدان کي غاښ ماتوونکي جواب ویلي او دښمن یې هدف ته تر رسیدو مخکي له منځه وړي"
د قاطع ملاتړ قوماندان او افغان امنیتي مسؤلین پر داسې مهال مهال د طالبانو لخوا د بریدنو زیاتېدو خبر ورکوي چې په دوحه کې شااوخوا ۱۲ ورځې مخکې بین الافغاني مذاکرات پيل شول.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په دې وروستیو کې ویلي چې د سولې خبرو له پیلېدو سره دتاوتریخوالی زیات شوی چې د اندېښنې وړ دی.
بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني هم تیره شپه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع ۷۵یمې ناستې ته انلاین وینا کې ویلي چې د افغانستان د خلکو لومړیتوب د تاوتریخوالي کمېدل او اوربند دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzn0xfyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته