دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 219247
سږ کال د غنمو حاصلات څه باندې پنځه مېليونه ټنو ته رسېدلي
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصلات ۵.۱ مېليون ټنو ته رسېدلي دي.
د کرنې وزارت وياند اکبر رستمي وايي، ياده سروې د کرنې وزارت او د احصايې د ملي ادارې له لوري ترسره شوې ده او دغه پايله ترلاسه شوې ده.
د رستمي په خبره، د ټولیزو حاصلاتو  له ډلې ۴.۰۳ میلیونه مټریک ټنه یې له اوبیزو کروندو او ۱.۱۵ میلیون مټریک ټڼه یې له للمي کروندو څخه په لاس راغلي دي. دغه سروې په ۳۰ ولایتونو، ۱۷۷ ولسوالیو او ۸۸۵ کلیو کې ترسره شوې ده.
رستمي زياته کړه:
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې د ګډ سروې پر بنسټ تېر کال د غنمو د تولید کچه ۴.۹ میلیون ټڼه وه، چې سږني حاصلات نږدې ۲۰۰ زره مټریک ټنه زیاتوالی ښیي.
د کرنې وزارت وياند زياتوي، د تېرکال په پرتله په روان کال د غنمو د ټولیز تولید د کچې د زیاتوالي لامل د غنمو د کروندو زیاتېدل او د للمي کروندو د تولیداتو زیاتوالی دي.
اکبر رستمي وايي، روان کال د غنمو اوبیزې کروندې ۱.۶۱ میلیون هکټار او للمي کروندې ۱.۰۵ میلیون هکټارو ته لوړې شوې دي.
تخار، هرات، کندهار، هلمند، کندز او غزني په ترتیب سره په روان کال کې تر ټولو زیات غنم تولید کړي دي. دغه راز پنجشیر، نورستان، غور، پکتیا، نیمروز او کاپیسا په ترتیب سره تر ټولو لږ غنم تولید کړي دي.
د وروستي سروې له مخې افغانستان ۷.۳ میلیون هکټاره کرنیزې ځمکې لري، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیون هکټاره کې یې کرکېله کیږي. د کرکېلي وړ ځمکو له ډلې ۲.۳ میلیون هکټاره یې اوبیزې دي او نږدې یو میلیون یې د للمي په ډول کرل کیږي.
د یادولو ده، چې د افغانستان ۳۲.۹ میلیونه وګړي د کال ۶.۴۹ مټریک ټه غنمو ته اړتیا لري.
د کرنې وزارت وايي، دغه سروې د «ریموت سینسنگ» له ټکنولوژۍ او د جغرافیایي معلوماتو سیسټم او فضایي انځورونو «sentinel»څخه په استفادې چې د ۱۰ متره ځېرنې وړتیا لري ترسره شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayonu049n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته