کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تازه مسلمان شوی برېټانوي د حج او اوقافو وزارت علمي مجمع جواز تر لاسه کولو ته اړتیا لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سنبله 1399 ساعت 15:27

د هېواد ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، یو برېټانوي وګړی د شهادت کلمې په لوستلو د «اسلام په سپېڅلي» دین مشرف شو.


په همدې حال کې، د حج وزارت ویلي، چې د علمي مجمع ریاست د افتا امریت ته د جواز اخیستو لپاره، د تازه مسلمان شوي برېټانوي غوښتنه لېږل شوې.
عبدالله ویلي، هغه د نورو دینونو له څېړنې او مطالعې وروسته، د «اسلام سپېڅلی دین» د عدالت، یو شانوالي او برابرۍ دین موندلی.

هغه دغه راز ویلي، اسلام د بشریت راتلونکي ته یوه ښه برنامه لري او « زما په زړه کې دې دین له ډېر وخت راهیسې ځای نیولی و، چې اوس خپل دې ارمان ته ورسېدم».


د مطلب کود: 219246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219246/تازه-مسلمان-شوی-برېټانوي-د-حج-او-اوقافو-وزارت-علمي-مجمع-جواز-تر-لاسه-کولو-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com