دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 219208
کابل کې د استوګنې کورونو بیه ۲۰ سلنه ټيټه شوې
په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې یو شمیر مسوولین وایي اوس د پخوا په پرتله کابل کې استوګنې کورونو بیې ټیټې شوې دي. د دوی په وینا وروستیو وختونو کې د استوګنې کورونو پلورونکي د پېریدونکو په نسبت زیات شوي، له همدې امله د کورونو بیه تر شل سلنې کمه شوې ده. په ځانګړي توګه خپلواک کورونه چې په دریو بسوو او یا له هغو زیاته ځمکه کې جوړ شوي دي.

د کابل قلعه فتح الله یو له هغو سیمو نه ده، چې د کور بیه پکې ټیټه شوې ده.
هغه څوک چې دغه سیمه کې د جایدادونو د پېر او پلور کاروبار کوي وایي چې د هیواد امنیت او سوله، د کورونو بیو ټاکلو کې مستقیم اغیز لري.
د همدې ترڅنګ، د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت هڅه کوي چې د نویو ښارګوټو جوړولو سره، د کورونو بیه ټیټه کړي.
د کابل دارالامان کې نوی ښار او پیروزي ښار پروژې د همدې موخې لپاره پيل شوي دي.
د همدې ترڅنګ د پلازمینې کهنه فروشیو کې د توکو پلور هم د پېر په پرتله کم شوی دی.
کهنه فروشان وایي په دې وروستیو کې ښه باراز نه لري.
ځیني هټیوال چې د دویم لاس توکي پلوري وایِ په وروستیو کې ښه بازار نه لري.
دوی د دې کار علت بې وزلي بولي او وایي چې خلک له لاچارۍ نه د خپل کور توکي پلوري.
د یادولو ده چې نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک او نورو معتبرو نړیوالو بنسټونو وړاندوینه کړې چې روان کال کې به د افغانستان اقتصادي وده، منفي پنځه سلنې ته ټیټه شي.
https://avapress.com/vdchvwni623nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته