دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 219206
د مصالحې شورا: د سولې خبرې د نړیوالو بنسټونو تر څارنې لاندې دي
د ملي مصالحې عالي شورا وایي قطر کې د طالبانو او دولت ترمنځ د سولې روانې خبرې د نړیوالو بنسټونو تر څارنې لاندې روانې دي. د دغه شورا مرستیال، اسدالله سعادتي ویلي نړیوال پر دواړو لورو نظر لري او که چیرې د چا له خوا خنډ او پلمې پيدا کیږي، نو د نړیوالو تر فشار لاندې راځي. ښاغلي سعادتي هیله ښودلې چې نن شنبه د خبرو اترو کړنلاره وروستۍ شي او د خبرو اجنډا باندې کار پيل شي. ښاغلي سعادتي دا څرګندونې کابل کې د یوې ناستې پر مهال کړي دي، چې د مرکزي زون یو شمیر مدني فعالانو هم پکې ګډون کړی وی. تمه وه چې نن د دواړو خواوو پلاوي د کاري اصولو بشپړولو لپاره عمومي غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې به دا پریکړه کیږي چې ایا جنجالي موارد له خبرو وویستل شي کنه نه؟
بله خوا، د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې هم ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته د یوه لیک په استولو سره له دوی غوښتي چې د افغانستان راتلونکې کې د ښځو د اغیزناکو حقونو خوندي کیدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
په دې لیک کې همداشان د فعالو ښځو د ژوند پر ساتنې هم ټینګار شوی دی.
خو د مصالحې شورا مرستیال، اسدالله سعادتي ویلي د دغو ټولو ارزښتونو دفاع کوي، ځکه چې د ده په وینا د یادو ارزښتونو بایلل، یوې بلې جګړې ته لاره هوارول دي.
په داسې حال کې چې قطر کې د بین الافغاني خبرو له پيلیدو یوه اونۍ تیره شوې ده، خو تر اوسه دغو خبرو لپاره اجنډا او کاري اصول هم نه دي تیار شوي.
https://avapress.com/vdcfx1d0vw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته