کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پولیسو کابل کې د مقناطيسي ماينونو يوه زېرمه موندلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سنبله 1399 ساعت 10:10

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پوليسو د مقناطيسي ماينونو او قلم ډوله وسلو داسې يوه زېرمه موندلې چې له هغې په کابل ښار کې په هدفي وژنو کې ګټه اخیستل کېده.


د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ په کابل کې پر یوه استوګنیز کور ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د هدفي وژنو د سازماندهي يو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، له یاد پټنځای څخه ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ مقناطیسي ماینونه او ۸۵۰ مېتره ثانیه سوځوونکې فلیتې ترلاسه شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې وسله‌والو غوښتل، له دې جنګي وسایلو څخه په کابل ښار کې په يو لړ پېچلو هدفي وژنو کې استفاده وکړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې پټنځای په کشف سره په کابل کې له ګڼو هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په کابل کې هدفي وژنو زور اخیستی.


د مطلب کود: 219201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219201/پولیسو-کابل-کې-د-مقناطيسي-ماينونو-يوه-زېرمه-موندلې

آوا
  https://www.avapress.com