دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 219186
د مزارشریف ښار پنځمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې
چاودنه هغه مهال شوې چې د پولیسو د چټک غبرګون ځواکونه له سیمې تیریدل. دغه پيښه کې تر اوسه یوه مېرمن وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
د مزارشریف ښار پنځمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې، د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وایي دا چاودنه نن ماښام شاوخوا اووه بجې په یوه لاسي ګاډۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده.
https://avapress.com/vdcc4oqie2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته