کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رییس په تذکره کې د مور نوم لیکلو لپاره قانون کې بدلون تائيد کړ

29 سنبله 1399 ساعت 8:03

جمهور رییس محمد اشرف غني په تذکره کې د ثبت احوال په قانون کې د مور نوم لیکلو اړوند تعدیل توشیح کړ. د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې جمهور رییس دغه تعدیل چې افغان کابینې له مخکې تصویب کړی، د یوه فرمان له مخې توشیح کړ.



نوموړي ویلي ددغه فرمان له مخې به د افغانانو په تذکره کې د نورو شخصي مشخصاتو ترڅنګ د مور نوم هم لیکل کېږي. په تذکره کې د مور نوم ثبت موضوع د یو شمېر افغان مدني فعالانو او ښځو حقونو فعالانو له کلونو مبارزې وروسته د چارواکو د پام وړ وګرځېده.


د مطلب کود: 219113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219113/جمهور-رییس-په-تذکره-کې-د-مور-نوم-لیکلو-لپاره-قانون-بدلون-تائيد-کړ

آوا
  https://www.avapress.com