دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۳
د مطلب کود : 219113
جمهور رییس په تذکره کې د مور نوم لیکلو لپاره قانون کې بدلون تائيد کړ
جمهور رییس محمد اشرف غني په تذکره کې د ثبت احوال په قانون کې د مور نوم لیکلو اړوند تعدیل توشیح کړ. د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې جمهور رییس دغه تعدیل چې افغان کابینې له مخکې تصویب کړی، د یوه فرمان له مخې توشیح کړ.

نوموړي ویلي ددغه فرمان له مخې به د افغانانو په تذکره کې د نورو شخصي مشخصاتو ترڅنګ د مور نوم هم لیکل کېږي. په تذکره کې د مور نوم ثبت موضوع د یو شمېر افغان مدني فعالانو او ښځو حقونو فعالانو له کلونو مبارزې وروسته د چارواکو د پام وړ وګرځېده.
https://avapress.com/vdccsoqi12bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته