دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 219090
د ارزګان پر ګېزاب ولسوالۍ د طالبانو برید په شا تمبېدل؛ د یو ملکي په ګډون پنځه تنه ووژل شول
#ارزګان ولایت کې سیمه ییز مسوولین تاییدوي، چې د دې ولایت ګېزاب ولسوالۍ په مرکز کې د #طالب جنګالیو برید له امله د یو ملکي وګړي په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
د ارزګان والي ویاند، زړګي عبادي نن (پنج شنبه، ۲۷وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، طالب جنګیالیو دا برید نن سهار ۱:۳۰ بجه د ګېزاب ولسوالۍ مرکز کې له ختیځ، لویدیځ او سوېل دریو خواوو پیل کړی و.

ښاغلي عبادي زیاته کړه، وژل شویو کې، د پاڅونوالو ځواکونو قوماندان سلطان محمد خان، د دې ځواکونو دوه سرتېري، د ګېزاب ولسوالۍ یو ساتونکی او د سلطان محمد خان ښځه شامل دي.
هغه دغه راز زیاته کړه، په دې برید کې د دولتي ځواکونو درې نور سرتیري ټپي شوي هم دي.
د ارزګان والي ویاند وایي، د وسله والو طالبانو دغه برید له څو ساعته جګړې او سیمې ته د نورو ځواکونو په لېږلو سره، په شا وتمبول شو. هغه زیاته کړه وسله والو طالبانو ته هم په دې نښته کې مرګ-ژوبله اووښتې، خو کره شمېر یې مالوم نه دی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyy9xzak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته