کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې تر ۴۰۰۰ زیات ماینونه شنډ شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1399 ساعت 12:16

د ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې څلور زره ۷۷۶ ماینونه شنډ کړي دي.


د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې څلور زره او ۷۷۶ مختلف ماینونه شنډ کړي دي.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
فرض کړئ که د دې هر ماین چاودنې یو کس وژلی وای، د دې ماینونو په شنډولو سره د څلور زره ۷۷۶ کسانو د مرګ مخه نیول شوې ده.
د یادونې ده چې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنې ډېری قربانیان ملکي وګړي وي.


د مطلب کود: 219065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219065/دفاع-وزارت-تېرو-شپږو-میاشتو-کې-تر-۴۰۰۰-زیات-ماینونه-شنډ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com