د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې څلور زره او ۷۷۶ مختلف ماینونه شنډ کړي دي.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
فرض کړئ که د دې هر ماین چاودنې یو کس وژلی وای، د دې ماینونو په شنډولو سره د څلور زره ۷۷۶ کسانو د مرګ مخه نیول شوې ده.
د یادونې ده چې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنې ډېری قربانیان ملکي وګړي وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)