کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته ورسېد

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1399 ساعت 10:50

د هېواد بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې وزارت چارسمبالی محمد حنیف اتمرد یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.


د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼې کې راغلي، چې دغه لوړ رتبه دولتي پلاوی نن (پنج شنبه، ۲۷ وږي) د دوو ورځو لپاره د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.

د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر به په دغه سفر کې د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر قاهر رسول زاده، بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین او د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې مشر سید مومن یتیم اوف سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي او سرحدي، ټرانسپورټ، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ او د انرژۍ برخو کې د اړیکو پراخوالی دی.
له اتمر سره په دې سفر کې ځینې دولتي چارواکي، والیان او د ولسي او مشرانو جرګو ځینې غړي مل دي.


د مطلب کود: 219045

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/219045/بهرنیو-چارو-چارسمبالی-وزیر-د-یو-لوړ-رتبه-پلاوي-په-مشرۍ-تاجکستان-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com