دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 219045
بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته ورسېد
د هېواد بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې وزارت چارسمبالی محمد حنیف اتمرد یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼې کې راغلي، چې دغه لوړ رتبه دولتي پلاوی نن (پنج شنبه، ۲۷ وږي) د دوو ورځو لپاره د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.

د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر به په دغه سفر کې د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر قاهر رسول زاده، بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین او د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې مشر سید مومن یتیم اوف سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي او سرحدي، ټرانسپورټ، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ او د انرژۍ برخو کې د اړیکو پراخوالی دی.
له اتمر سره په دې سفر کې ځینې دولتي چارواکي، والیان او د ولسي او مشرانو جرګو ځینې غړي مل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgty9xnak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته