کرنې وزارت نن چهارشنبه سپټمبر۱۶(وږې۲۶) ویلي چې په یاد ولایت کې پر۸۵۷۲ هکتاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي.
یاد وزرات ویلي چې د فراه د مرکز په ګډون په بالابلوک،پشت رود، خاک سفید او انار دره ولسوالۍ کې د انارو باغونه شته.
د کرنې وزارت په اعلامیه ویل شوي:"په فراه کې د انارو حاصلاتو راټولولو وخت تازه پيل شوی دی،وړاندوینه کیږي چې د سږ کال حاصلات به ۱۵۰مټریکه ټنو ته ورسیږي."
د فراه ترڅنګ د افغانستان په کندهار، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې هم انار شته خو د کندهار انار په نړیواله کچه شهرت لري.
کرنې وزارت روانه میاشت وویل چې د کندهار ولایت انارو حاصلاتو کې هم نسبت تیر کال ته لس س

ستاسو نظر

تازه ترین خبرونه