دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 218886
افغانستان کې سږ کال تر ۲۵ زرو ټنه جلغوزې ټولیږي
د جلغوزې د ټولنې چارواکي وایي سږ کال به له ۲۰ تر ۲۵ زرو ټنو پورې د جلغوزو حاصل ترلاسه شي.

داسې حال کې چې تیر کال دا کچه ۱۳ زره ټنه وه.
چارواکي وایي سږ کال د جلغوزې حاصلات د تیر کال په پرتله زیات دي، چې له دې سره به چین ته جلغوزو صادرات هم زیات شي.
په همدې حال کې، یو شمیر سوداګر وایي له ولایتونو کابل ته د جلغوزو انتقال ګران تمامیږي او وسره د چین بازارونو کې د سیالۍ زمینه هم ستونزمنه کیږي.
د افغانستان د پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او کابل ولایتونه د جلغوزو تولید کې نامي دي او د چین بازارونه یې په خپل واک کې راوستلی دی.
د جلغوزو ټولنه وایي د دوی د وړاندوینې له مخې به سږ کال یواځې په خوست ولایت کې له ۱۸ زرو او ۶۰۰ ټنو زیاتې جلوزې تولید شي.
د افغانستان او چین خصوصي برخو د قرارداد له مخې به سږ کال هم د هیواد جلغوزې د هوایي دهلیز او حیرتان بندر له لارې چین ته انتقال شي.
چین د افغانستان د جلغوزو تر ټولو عمده بازار بلل کیږي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivvarqt1azv2.k6ct.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته