د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستان استجواب کړي وو چې د امنیتي میثاق پروګرام د ځانګړتیاو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي.
'د امنیتي میثاق پلان د کابل ښار پر وضعیت هېڅ اغېز نه دی کړی'
د صدای افغان خبری آژانس , 24 سنبله 1399 ساعت 17:48
د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستان استجواب کړي وو چې د امنیتي میثاق پروګرام د ځانګړتیاو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي.
د ولسي جرګې غړي وايي، له کومې ورځې راهیسې چې حکومت د امنیتي میثاق په نوم کوم امنیتي پلان پیل کړی، د کابل ښار پر امنیتي وضعیتیې هېڅ اغېز نهدی کړی.
دوی د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستان استجواب کړي وو چې د امنیتي میثاق د ځانګړتیاو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د وضاحت په هدف د دوی پوښتنې ځواب کړي.
د ولسي جرګې غړي عبدالستار حسیني وویل: "د امنیتي میثاق په اړه وضاحت راکړئ چې په دې کې کوم شان کسان دي او د کشفي او استخباراتي ارګانونو د تائید وړ دي او ایا دوی د نظام په ګټه دي او خلکو او نظام ته ګټور تمامېدای شي."
د دې جرګې بل غړي مهدی راسخ وايي: "دا کسان چې د امنیتي میثاق په نوم وسله وال شوي دا وسلې له کومه شوي، څوک ورته لارښوونه کوي او د کوم هدف لپاره تشکیل شوي؟"
سربېره پر دې د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم د یاد پروګرام په اړه خپلې اندېښنې بیان کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې مخکې په کابل ښار کې د امنیت د ټینګښت په هدف، د امنیتي، دفاعي او کشفي ارګانونو د امنیتي میثاق په نوم پروګرام طرحه تائید او لاسلیک کړه چې اوس د پلي کېدو په حال کې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وویل، د کابل امنیتي میثاق یو امینتي پروګرام دی چې د امنیتي ارګانونو د شته پرسونل د یوې برخې پر مټ پر مخ وړل کېږي او په کابل ښار کې یې ښه نتیجه ورکړې ده.
د مطلب کود: 218860