دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 218816
بادغیس او سمنګان ولایتونو کې د پستو حاصلات زیات شوي
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي سږ کال په سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د پستو حاصلات تر پخوا زیات شوي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، سږ کال به بادغیس ولایت کې ۳۰۰۰ ټنه د پستې حاصلات ټول شي، چې د تیر کال په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.
همداشان به سمنګان ولایت به هم سږ کال ۶۹ ټنه د پستو حاصلات ولري.
معلومات ښيي چې په بادغیس او سمنګان ولایتونو کې بزګران د زیاتې ګټې ترلاسه کولو لپاره د غنمو ځمکو باندې د پستو باغونه اباد کړي دي.
دغو ولایتونو کې د پنځو کلونو وړاندې نیالګیو اوس پستې نیولي او بڼوال یې اوس حاصلاتو ته ناست دي.
بادغیس او سمنګان ولایتونه د افغانستان په کچه د پستو حاصلاتو له پلوه په لومړي او دویم ځای کې قرار لري.
د کرنې وزارت وایي د افغانستان پسته د نورو هیوادونو په پرتله، خوږه او پوره طبیعي ده.
تازه څیړنې ښيي چې د افغانستان د کابل، کندهار، فراه، نیمروز، زابل، هلمند او غزني ولایتونو موسم هم د پستو نیالګیو کینولو لپاره مناسب دي.
د کابل بادام باغ کې چې د پستې لپاره دوه جریبه نمایشي باغ جوړ شوی و، اوس یې ښه نتیجه ورکړې ده.
د پستې ځنګلونو د افغانستان له شمال ختیځه تر لویدیځ پورې غځيدلي دي. دغه ځنګلونه په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې په یو کمربند کې موقعیت لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8wb50rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته