کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستاني طالبانو خطرناک غړی وژل شوی

24 سنبله 1399 ساعت 11:29

یاد عملیات په شمالي وزیرستان کې ترسره شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، دغه عملیات په پټه توګه ترسره شوي او له هغه سره درې نور ترهګر هم له منځه وړل شوي دي. پاکستانی پوځ وایي، وژل شوی کس د احسان الله د ډلې مهم غړی و او په ډېر شمېر ترهګریزو فعالیتونو کې یې لاس درلود. تر اوسه په پاکستان کې مېشتو ترهګرو ډلو د هغه د وژل کېدو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.



د مطلب کود: 218810

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218810/د-پاکستاني-طالبانو-خطرناک-غړی-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com