دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 218761
په ننګرهار کې د زیتونو حاصلاتو ډېرېدو هیلې
د کانال ریاست مرستیال شریفي الله فضلي وایي، تېر کال یې د زیتونو له باغونو څخه ۱۰۰ ټنه حاصلات ترلاسه کړي وو، خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې د تېرکال په پرتله پنځه برابره زیات او ۵۰۰ ټنه د زیتونو حاصلات به ولري. فضلي زیاتوي چې اوسمهال د دې ولایت په مختلفو برخو کې په ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو بوټي کینول شوي او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل یې د زیتونو د تازه کرل شویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.
«سږکال زمونږ تمه ده چې، د زیتونو له باغونو څخه به د تېرکال په پرتله درې برابره زیات حاصلات ترلاسه کړو، یعنې تېر کال سل ټنه و او سږکال به پنځه سوه ټنه شي.» دکانال مسولین وایي، د تېرو جګړو پرمهال د زیتونو باغونو هم زیان لیدلی چې د زیتونو شاوخوا ۸ سوه هکتاره ځمکه له منځه تللې. دکانال اړوند د دریم فارم مسول قیس الله وایي، هڅې یې پیل کړي چې د ولسي خلکو په مرسته د زیتونو په باغونو کې د ونو د قطع مخنیوی وکړي، چې په دې سره به په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. «پخوا به د زیتونو ډېرې ونې خلکو په غلا پرې کولې، خو اوس مو له خلکو سره په همکارۍ د دغه ونو د قطع مخنیوی کړی.» د زیتونو په باغونو کې بوخت بزګر وایي، ډېره کله یې د لازمو امکاناتو د نشت له امله زیتون د حاصلاتو د راټولو پر مهال ضایع کیږي. «کله چې زیتون په حاصل راځي، نو موږ سره لازم وسایل نه وي، چې له همدې امله زمونږ حاصلات ضایع کیږي.» د کانال مسولین وایي، تېر کې یې په ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه کرل شوي وو، خو د جګړو پر مهال یې شاوخوا ۸ سوه هکتاره ځمکه تخریب شوې، چې د بیا رغیدو لپاره یې ځانګړي پلانونه په پام کې لري.
https://avapress.com/vdcaianu649n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته