د امریکا په ډېریو ایالتونو کې له تېرو درېیو اوونیو را هسې سختې اور لګېدنې روانې دي چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
د امریکا په کلیفورنیا، واشنګټن او اورګان ایالتونو کې د ګرمې هوا له کبله ځنګلي سیمو اور اخیستی او تېز باد چلېدو دغه اورلګېدنه نوره هم پراخه کړې ده.
دغې اورلګېدنې په امریکا کې میلیونونه جریبه ځنګلونه سوځولي، ۲۵ کسان یې وژلي او په زرګونو کورونه یې له منځه وړي دي.
د یادونې ده چې هر کال د امریکا په ځينو ایالتونو کې د سختې ګرمي له امله اور لګېدنه رامنځته کېږي چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه له ځانه سره لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)