کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د طالب بندیانو د خلاصون په هلکه د دغې ډلې ادعا ناسمه ده

20 سنبله 1399 ساعت 10:30

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د طالبانو دا ادعا چې ګواکې د دوی سل بندیان د دغې ډلې د ورکړل شوي نوملړ پر بنسټ نه دي ازاد شوي ناسمه ده، او د طالب بندیانو د خلاصون بهیر د دغې ډلې د نوملړ پربنسټ پای ته رسېدلی دی.
خو طالبان یوځل بیا ګواښ کوي که چېرې د دوی کابو سل تنه بندیان د نوملړ پربنسټ ازاد نه شي د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به پیل نه شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«دم ګړۍ د طالبانو له نوملړه هېڅ بندي له افغان حکومت سره پاتې نه دی او موږ تمه دا ده چې طالبان د افغانانو ترمنځ خبرو اترو لپاره چمتووالی ونیسي.»



افغان حکومت دا مني چې، لا تر اوسه هم ۶ هغه طالب بندیان چې فرانسه او استرالیا یې په اړه ملاحظې لري، قطر ته نه دي لېږدول شوي.
د افغانستان د اسلامي انقلاب حرکت مشر مولوي قلم الدین په دې اړه وویل:«دوی (طالب بندیان) ازاد کړي چې د خبرو اترو لپاره لار هواره شي چې ژر تر ژره دغه مذاکرات پیل شي او اوربند تامین شي.»
له دې ټولو سره سره رویټرز خبري سرچینې د ځینو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر په نږدې راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د امږیکايي ځواکونو شمېر نور هم راکم کړي. 
همدارنګه د روان زیږدیز کال په فبرورۍ میاشتې په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ چې په قطر کې لاسلیک شوه، ټاکل شوې امریکا په افغانستان کې د ۱۴ میاشتو په لړ کې خپل ځواکونه کم کړي.
د پوهنتون استاد فرامرز تمنا وايي:«زه فکر کوم چې د امریکا متحده ایالات اوس د افغان حکومت په پرتله تر ډېره طالبانو د راضي ساتلو په حال کې ده او له دې کړکۍ دغه ځواکونه له افغانستانه وځي.»
د امریکا ولسمشر به په داسې حال کې د دوحې د هوکړې پر بنسټ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر نور هم کم کړي چې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې لاتر اوسه څو ځلي له خنډونو سره مخ شوي او لا هم روښانه نه ده چې دغه خبرې به څه وخت پیل شي.
دم ګړۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته رسېږي او تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ویلي چې، ښايي د دغو ځواکونو شمېر تر څلور زرو راکم کړي.


د مطلب کود: 218535

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218535/ارګ-د-طالب-بندیانو-خلاصون-په-هلکه-دغې-ډلې-ادعا-ناسمه-ده

آوا
  https://www.avapress.com