کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنجشیر کې لسګونه طالب وسله وال د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوي

18 سنبله 1399 ساعت 14:25

د پنجشیر ولایت ابشار ولسوالۍ کې لسګونه طالب وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو له خوا کلابند شوي دي.

د ابشار ولسوالۍ ولسوال، سحراب سحرابي یک تلویزیون ته وویل چې شاوخوا ۶۰ تنو طالب وسله والو نن له غرمې وړندې شاوخوا لس بجې د دغې ولسوالۍ غلغلې ښار اړونده سیمه کې ځای پر ځای شوي او یو شمیر خلک یې له کورونو ایستلي او په جوماتونو کې ساتلي دي.

ښاغلي سحرابي وویل چې له مرکز نه کومکي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او طالبانو له دوو خواوو نه کلابند شوي دي.

هغه وویل هڅه روانه ده چې دغه برید کوونکی ژوندي ونیسي.

د سرچینې په وینا وسله وال طالبان درې ته د ننه شوي دي، خو امنیتي ځواکونه او ځایي خلک بیا د غونډیو پر سر سنګرونه نیولي دي.



د مطلب کود: 218428

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218428/پنجشیر-کې-لسګونه-طالب-وسله-وال-د-امنیتي-ځواکونو-له-خوا-کلابند-شوي

آوا
  https://www.avapress.com