کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: د بندیانو بهیر له بشپړېدو وروسته به خبرې پیل کړو

18 سنبله 1399 ساعت 10:38

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وایي د بین الافغاني خبرو پیل لپاره د بندیانو خوشي کولو بهیر بشپړ شوی نه دی. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ‏تر اوسه پورې د اسلامي امارت د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده نهائي شوې، د څه بندیانو خلاصون لا هم پاتې دی، چې کار پرې روان دی. ‏کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي، زمونږ مذاکراتي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تیار دی. که څه هم طالبان دا نه دي ویلي، چې کوم بندیان یې پاتې دي، خو مخکې د فرانسې په ګډون څو هېوادونو د شپږو بندیانو په خوشي کېدو نیوکه کوله او وروسته پرېکړه وشوه چې دا بندیان به قطر ته لېږل کېږي. داسې معلومیږي چې طالبان قطر ته د همدغو بندیانو د رسېدو په تمه دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دواړو خواوو کې معتبره سرچینو رسنیو ته ویلي و چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر پای ته رسېدلی ، خو یوازې ۷ طالب بندیان پاتې دي چې وروسته به دوحې ته ولېږل شي .



د مطلب کود: 218399

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218399/طالبان-د-بندیانو-بهیر-له-بشپړېدو-وروسته-خبرې-پیل-کړو

آوا
  https://www.avapress.com