کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو تر منځ اختلافات

17 سنبله 1399 ساعت 9:15

طالبانو ویلي چې د دې ډلې مرکچي پلاوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو سره خپلمنځۍ ناسته کړې، چې مشري یې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کړې.
دا غونډه داسې مهال کیږي وسلوالو طالبانو پرون مولوي عبدالحکیم د شېر محمد عباس ستانکزي پر ځای د دې ډلې مرکچي پلاوي نوی مشر، او محمد نعیم یې د سهیل شاهین پر ځای په قطر کې د خپل سیاسي دفتر نوي ویاند په توګه اعلان کړل، چې د طالبانو په ډله کې د شدیدو اختلافاتو سبب شول.
ویل کیږي چې پدې غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون کړی و، تر څو د طالبانو په سیاسي دفتر کې د وروستیو را پورته شویو اختلافاتو د حل منځګړیتوب وکړي، خو د نوموړي هڅه هم ناکامه شوې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ملا برادار د مرکچي پلاوي او همدا راز د سیاسي دفتر نوي غړي معرفي کړل، او د خپلو راتلونکو دندو په اړه یې هدایات ورکړل، خو د قطر دفتر یوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط هندوکش ته وویل چې د دغه کسانو د مغرفي کولو پر مهال د طالبانو د مذکراتي ټیم پخوانی مشر شیر محمد عباس ستانکزی او پخواني ویاند سهیل شاهین له غونډې ووتل چې د یوې شیبې لپاره د مغرفي کیدو لړۍ هم وځنډول شوه.
خو طالبانو په رسمي توګه د دوی په غونډه کې د زلمي خلیلزاد حضور ندی تائید کړی.



د مطلب کود: 218310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218310/د-طالبانو-تر-منځ-اختلافات

آوا
  https://www.avapress.com