کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عراق کې د امریکايي پوځي اډو شمېر کم شوی

16 سنبله 1399 ساعت 15:52

امریکا په عراق کې د خپلو پوځي اډو شمېر له ۲۰ څلورو ته را ټیټ کړی.

د عراق حکومت وایي، امریکا د خپلو سرتېرو او پوځي اډو شمېر په دغه هیواد کې کم کړی دی.

عراقي چارواکي وايي، امریکایي ځواکونو تر دې وړاندې په عراق کې شل فعالې پوځي اډې لرلې چې اوس یې شمېر څلورو ته را ټيټ شوی او وایي، خالي شوې اډې یې عراقي پوځ ته پرې ايښې دي.

د عراق حکومت وایي، د امریکایي ځواکونو حضور دوی ته کم زیان نه دی خو دوی باید د عراق د قوانینو له مخې فعالیت ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت غواړي په افغانستان او عراق کې خپل نظامي حضور په تدریجي ډول سره پای ته ورسوي تر دې وړاندې یې له افغانستانه هم خپل یو شمېر سرتېري ایستلي وو او دا لړۍ اوس هم روانه ده.



د مطلب کود: 218268

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218268/عراق-کې-د-امریکايي-پوځي-اډو-شمېر-کم-شوی

آوا
  https://www.avapress.com